د کابل ښاروالۍ له خوا او د سیمې د اوسېدونکو په مرسته، د څلورمې ناحیې اړوند د بره کي او کلوله پشتې سیمو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک دجوړولو پر وړاندې د شته خنډونو او استملاکي ملکیتونو د پاکولو چارې روانې دي، څو د سړک اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي. دغه سړک د (۶۵۵) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور سره، د بره کي څلورلارې یوه بدیله لاره ګڼل کېږي چې، د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون به د څلورو میاشتو په موده کې جوړ شي
د بره کي او کلوله پشته سیمو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پر وړاندې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي