الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي ( میرویس میدان) پورې د سړک دویمه طبقه قیر چارې روانې دي

 15832.jpg (1820 × 1024)

د درېیمې ناحیې اړوند له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي ( میرویس میدان) پورې د سړک دویمه ( وروستۍ) طبقه قیر چارې روانې دي او هڅه کېږي څو د سړک جوړولو دغه  مهمه پروژه هرڅه ژر بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د اړوندو مسئولینو په وینا؛ د کیفیت د تضمین په موخه، د یاد سړک قیر چارې د تخنیکي او فني معیارونو په پام کې نیولو او په لابراتوار کې د اړتیا وړ توکو تر آزمایښت وروسته ترسره کېږي. دغه سړک چې (۳۲۲۶) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، تر دې مهاله یې (۹۰) سلنه چارې پرمخ تللې دي. یاد سړک په یوه اصلي او یوه فرعي لیکه کې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه پرمختللي سړک د نورو جزئیاتو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی