د کابل ښاروالۍ له خوا د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د درېیمې ناحیې په پنځم ګذر کې د کانکرېټ په کارولو سره د دوو کوڅو او په (۳) کوڅو کې د زینو جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه (۳۲۰) متره اوږدوالی او له (۲.۵) څخه تر (۴) مترو پورې سور او همدا راز درې نورې کوڅې چې، د زینو په بڼه جوړېږي (۲۸۰) متره اوږدوالی او (۱.۵) متره سور لري، د لښتیو په ګډون یې د جوړولو چارې تر اوسه (۳۰) سلنه مخته تللې دي او تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به بشپړې شي. دغه پروژه د غرنیو سیمو اوسېدونکو ته د آسانتیاوو او کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه د پلي کېدو په حال کې ده