د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا، د پغمان پخواني سړک د (۵) کیلو مترو په اوږدوالي برخې دویمه طبقه قیر چارې د لومړۍ طبقې تر بشپړېدو وروسته پیل شوې. د سړک جوړونې دغه پروژه د تخنیکي معیارونو او د کیفیت په پام کې نیولو سره د پلي کېدو په حال کې ده. د پغمان پخوانی سړک چې د قرغې بند له سیمې څخه تر تاق ظفر پورې (۹۱۵۳) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري، هم مهاله یې د پاتې بنسټیزو برخو د جوړلو چارې هم روانې دي او هڅه کېږي چې، دا پروژه د روان کال په بهیر کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یاد سړک په جوړیدو سره به د څوارلسمې ناحیې د اوسیدونکو او د پغمان تفریحي سیمې ته د تلونکو هیوادوالو لپاره ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي