د اتمې او شپاړلسمې ناحیو اړوند د کارته نو له سړک ( د اوبو رسولو شرکت ته څېرمه) څخه تر قلعه زمان خان او د کابل- جلال آباد سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې، د روان کال په لومړیو کې پیل شوې وې اوس مهال د پام وړ کاري پرمختګ لري او هڅه کېږي چې، په نږدې راتلونکې کې قیر کولو ته چمتو شي. د سړک جوړونې دغه پروژه چې، په ټولیزه توګه (۴۷۱۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، په دوه برخو کې طرحه شوې، چې د کابل سیند د پاسه د یوه پله، استنادي دیوال، د (۲۰۱) مترو په اوږدوالي او د (۱.۵) مترو په ژوروالي او سور سره د یوه کانال، د (۱۷، ۳۱ او ۴۵) مترو په سور د (۳) پلچکونو، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، په سړک د کرښو اچول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم پکې شامل دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې مهمې پروژې د کار له کیفیت څخه په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي ترڅو په ټاکلي وخت(د روان کال تر پایه) بشپړه شي. پاتې دې نه وي چې، د دې سړک په جوړېدو سره به د ورڅېرمه سیمو د اوسېدونکو ترانسپورتي او ټولنیزې ستونزې هوارې او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي