د دیارلسمې ناحیې اړوند له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک او پر دوام یې تر قلعه قاضي پورې د نښلوونکي سړک دبنستیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده چې د پلان له مخې دغه مهمه پروژه د روان کال په بهیر کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري په دې اړه وویل: له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې اصلي سړک، (۳۸۳۴) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور او تر قلعه قاضي پورې نښلونکی سړک، (۱۱۴۶) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري چې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، په سړک د کرښو اچولو او د یو معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به په اساسي توګه جوړ شي. نوموړي زیاته کړه چې، د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د پروژې له بېلابېلو پړاونو څخه په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې کوي