د دویمې ناحیې اړوند د کابل ولایت اداري ودانۍ له مخې څخه د ماشین خانې تر سیمې پورې د (۷۸۳) مترو په اوږدوالي او (۳۲) مترو په سور سره، د جوی شیر نښلوونکي سړک د جوړولو په موخه، د کیدنو، خاورې لېږدولو، هوارولو، د استنادی دېوالونو او لښتیو جوړولو چارې روانې دي. دغه سړک چې په یوه غرنۍ سیمه کې موقعیت لري، د جوړولو پر وړاندې یې ټول فزیکي خنډونه پاک شوي او د سړک جوړولو ته بشپړه زمینه برابره شوې ده. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د صدارت څلورلارې، ملک اصغر څلورلارې، قوای مرکز، ده افغانانو، د زیر زمینۍ د سر او ورڅېرمه سیمو ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي او بله خوا به د سیمو د اقتصادي ودې سربېره، کابل ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه به د روان کال په بهیر کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
د دویمې ناحیې اړوند د جوی شیر نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي