د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له خوا له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرو د تګ راتګ د دوو پلونو د جوړولو چارې پیل شوې. دا دوه پلونه ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د ۲۷.۸۵ مترو په اوږدوالي او د ۹.۲ مترو په سور د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له لوري ډیزاین شوي دي او ټاکل شوې ده د روان کال په بهیر کې په اساسي توګه جوړ شي. ورته مهال له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې د سړک جوړولو چارې هم روانې دي، دا سړک ۱۷۶۷ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، چارې به یې د تخنیکي او فني معیارونو له مخې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د سړک او پلونو جوړولو د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د دارالامان سړک له چهلستون سیمې سره ونښلول شي او ورسره جوخت به د یادو سیمو په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې د پام وړ کموالی راشي