د ۱۴مې ناحیې اړوند د پغمان د پجک پله له سیمې څخه د خواجه لکن تر بازار پورې د سړک جوړولو په موخه، دکیندنو، خاورې لېږدولو، هوارولو او د لښتیو جوړولو چارې روانې دي. دغه سړک چې، (۳۱۲۴) متره اوږدوالی او له (۷) څخه تر (۸) مترو پورې سور لري، د (۸) مترو په اوږدوالي او یو متر سور سره د(۴) پلچکونو په ګډون به د روان کال په بهیر کې په اساسي او معیاري توګه جوړ او ورسره جوخت به څوارلسمې ناحیې ته د څېرمه سیمو ترافیکي او ترانسپورتي ستونزې هوارې او د تګ راتګ په برخه کې به ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي