الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ- برچي په سړک د کرښو اچولو او جدولونو رنګولو چارې بشپړې شوې

 15895.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې او دیارلسمې ناحیو اړوند له قلعه ناظر څخه د نقاش تر حمام پورې د کمپنۍ- برچي په سړک د کرښو اچولو او جدولونو رنګولو چارې د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له خوا بشپړې شوې. دا کار د ترافیکي نظم او ښاري ښکلا په برخه کې له ځانګړي ارزښت څخه برخمن دی. د کرښو اچولو په چارو کې متصل، منقطع، د پلو لارو دهلیزونه او ترافیکي سمبولونه شامل دي چې، د تګ راتګ د تنظیم په برخه کې مهم رول لري. د یادونې وړ ده چې، د دې سړک چارې د ۲۲۷۴ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په سور سره، د موترو د تګ راتګ یوه پله په ګډون تېر کال  بشپړې شوې دي او اوس مهال یې د څراغونو نصبولو او پاتې نورو جزئیاتو چارې د ترسره کېدو په حال کې دي. په همدې توګه له دیوان بیګي څخه تر مهتاب قلعه پورې د کمپنۍ- برچي سیمو ترمنځ د بل نښلوونکي سړک چارې هم روانې دي.د دې سړکونو په جوړېدو سره به د پُل سوخته سیمې په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې د پام وړ کموالی شي او د سیمو د اقتصادي ودې سربېره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي