د دولسمې ناحیې اړوند د سلیم کاروان ښارګوټي له سړک څخه د احمدشاه بابا مېنې تر ۵۰ متره سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو په موخه، د کېندنو، خاورې لېږدولو، هوارولو او د لښتیو جوړولو چارې د تخنیکي او فني معیارونو په پام کې نیولو سره روانې دي. دغه سړک چې، (۷۳۳) متره اوږدوالی او (۳۰ ) متره سور لري، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به د روان کال په بهیر کې په اساسي توګه جوړ شي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا په دولسمه ناحیې کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښتت ومومي او بله خوا به د سیمو د اقتصادي ودې سربېره د یادې ناحیې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي