د کابل ښاروالۍ له خوا د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څوارلسمې ناحیې د ۱۵م ګذر اړوند په قلعه بابو او قلعه امیر سیمو کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، (۱۳۲۵) متره اوږدوالی او (۵) متره سور لري، د لښتیو او د سړک په اوږدو کې د (۲۲۰) مترو په اوږدوالي استنادي دېوال په ګډون به تر راتلونکو دوه میاشتو پورې جوړ او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ټولنیزې او ترانسپورتي ستونزې هوارې شي. پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده