د دولسمې ناحیې اړوند له محبس څلورلارې څخه د سلیم کاروان تر سړک پورې د نوي سړک د بنسټيزو برخو د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي او ډېر ژر به قیر کولو ته چمتو شي. دغه سړک چې، (۲۰۰۹) متره اوږدوالی،(۲۴، ۳۰ او ۴۰) متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، د بایسکل چلولو لیکو، ګلدانونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د ترافیکي نښو نصبولو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی. د دې پروژې د کیفیت د تضمین په موخه، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي