په ښار کې د زرغونو سیمو د پراختیا موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د ۱۶مې ناحیې اړوند د ۱۸م ګذر په الوخیلو سیمه کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې پیل شوې. دغه پارک چې، (۸۰۰۰) متر مربع مساحت لري، د احاطې، پلیولارو، د اوبو د څاه کیندلو، د اوبو لګولو په موخه د اوبو یوې زیرمې، چم کارۍ، د نیالګیو او ګلانو کېنولو او د کثافت دانیو د نصبولو په ګډون به د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو دتنظیم ریاست تر څارنې لاندې تر راتلونکو دریو میاشتو پورې جوړ شي