د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته، تېره شپه د شپږمې او اوومې ناحیو اړوند د ګلباغ سړک د لومړۍ برخې قیر چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې له دارالامان ماڼۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې (۳۱۷۶ ) متره اوږدوالی او (۳۳ ) متره سور لري، شاوخوا (۲۰۰۰) متره برخه یې قیر کولو ته چمتو شوې او اوس مهال یې د پاتې برخو د جوړولو چارې روانې دي ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. د یاد سړک قیر چارې د ځانګړو تدابیرو په نیولو سره د شپې له خوا ترسره کېږي څو د ګڼه ګوڼې د رامنځته کېدو او د ښاریانو د وخت ضایع کېدو لامل نشي. د ګلباغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو په پروژه کې، د لښتيو، پلیو لارو، ګلدانونو جوړول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات شامل دي چې، د روان کال په بهیر کې به جوړ شي. د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د ښار د معیاري ودې په موخه، د یاد سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې هم روانې دي او ډېر ژر به یې تر کابل- لوګر سړک پورې د درېیمې او څلورمې برخو د جوړولو چارې هم پیل شي