الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له خیرخانې کوتل څخه د قرغې تر سړک پورې د نښلونکي سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې روانې دي

 15914.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا له خیرخانې کوتل څخه د قرغې تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د (۵۰۰) مترو په اوږدوالي د پاتې برخې د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې اونۍ پورې قیر کولو ته چمتو شي. د سړک دغه برخه چې د غره په لمن کې موقعیت لري د کیندنو او هوارولو په برخه کې یې په جدي توګه کار وشو او اوس یې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي دي. یاد سړک چې په ټولیزه توګه (۷۶۴۵) متره اوږدوالی او ( ۳۰ ) متره سور لري هڅه کېږي چې،  هر څه ژر جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې نښلوونکي سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د خیرخانې کوتل او قرغې د سړک ترافیکي بهیر وویشل شي او بله خوا به د ښار په مرکزي برخو کې ګڼه ګوڼه کمښت ومومي