الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د سړک د جوړولو چارې روانې دي

 15936.jpg (1820 × 1024)

د دویمې ناحیې اړوند له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د (۸۶۰) مترو په اوږدوالي او (۴۵) مترو سور سره د سړک د جوړولو  چارې روانې دي او هڅه کیږي ترڅو د روان کال په بهیر کې جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شي. دغه پروژه چې د (۲۹۳) مترو په اږدوالی او (۲) متره سور کانال، د (۹۵) مترو په اوږدوالي، (۶۰) سانتي مترو سور او د (۵) مترو په لوړوالي استنادي دېوال او د یوه معیاري سړک  نور جزئیات هم پکې شامل دي، تر اوسه (۲۵) سلنه مخته تللې ده. د دغې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د ښار په مرکزي برخه کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي، او بله خوا به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي