الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل - جلال آباد سړک د لومړۍ برخې د جوړلو چارې روانې دي

 15938.jpg (1820 × 1024)

  د مکروریانو له څلور لارې څخه تر پکتیا کوټ سیمې پورې د (۹،۳۹۷) کیلومترو په اوږدوالي او (۶۰) مترو په سور سره د کابل- جلال آباد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي، ترڅو قیر کولو ته چمتو شي. پدې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، تمځایونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د ترافیکي څراغونو او نښو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې، په کابل ښار کې د ترافیکي او ترانسپورتي بنسټونو د پراختیا په موخه، له پکتیا کوټ څخه تر تنګي غارو پورې د (۱۰.۲۵۰) مترو په اوږدوالي او (۶۰ )مترو په سور سره د یاد سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې هم پیل کړي. د دې سړک په جوړېدو سره به نه یوازې د تګ راتګ په برخه کې ښاریانو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي، بلکې د کابل د ختیځ زون اقتصادي ودې ته به هم زمینه برابره شي. دغه سړک چې د کابل ښار د ختیځ زون اقتصادي دهلیز ګڼل کیږي، ځانګړی اهمیت لري