الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د بګرامي پروژې په لویدیځ خوا کې د کمري سیمې سړک د جوړولو چارې روانې دي

 15940.jpg (1820 × 1024)

د ۲۲مې ناحیې اړوند د بګرامي پروژې لویدیځ خوا ته د کمري سړک او د دې سړک په اوږدو کې د اوبو د یوه لوی کانال د جوړولو چارې روانې او هڅه کیږي چې د روان کال په بهیر کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.  دغه سړک چې، (۲۵۸۶) متره او ږدوالی، (۳۱، ۲۶ او ۶.۵ )متره سور لري د بګرامیو د نساجي له سړک څخه پیل او د کمري کلي کې پای ته رسیږي.  دغه راز د بګرامي پروژې لویدیځ خواته د کمري سړک د جوړولو په پروژه کې، د  (۱۲۵۵) مترو په اوږدوالي او (۲) متره سور سره د اوبو د یو لوی کانال د جوړولو چارې هم روانې دي. په دې پروژه کې د (۴.۴) مترو په اوږدوالي او (۳) متره سور سره د (۴۶) پلچکونو، د (۸۵) مترو په اوږدوالي، (۲.۷) متره لوړوالي، د (۱.۹) او (۲.۱) متره سور سره د استنادي دیوال، او همدارنګه د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یو معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. دغه پروژه چې د کابل ښاروالۍ د پراختیایي پروژو څخه شمېرل کیږي، د کابل ښار د ترانسپورت او ترافیکي بنسټونو په ښه والي کې به ارزښتناک رول ولوبوي