د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د ښار په شمالي زون کې د ترافیکي بهیر د ښه والي په موخه، د پنځلسمې ناحیې اړوند د خواجه بغرا له ګولايۍ څخه تر قصبې (میرزا عبدالقادر "بیدل" ) سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د سړک جوړولو په دغه پروژه کې چې، (۶۷۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د (۲۰) مترو په اوږدوالي او (۱.۳) مترو په سور سره د یوه پلچک، لښتیو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول، د څراغونو نصبول او د یو معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي، چې د روان کال په اوږدو کې به په معیاري او اساسي ډول جوړ شي. د سړک د اساسي برخو د جوړولو چارې ښه پرمختګ لري او ډیر ژر به قیر کولو ته چمتو شي. د دې سړک په بشپړېدو سره به له یوې خوا د ښار په شمالي زون کې ترافیکي وضعیت ښه والی ومومي او بله خوا به ښاریانو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي