د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال افغانستان لپاره د جاپان هیواد د نړیوالو مرستو دفتر رییس سره ولیدل

5 حوت 1397

 

کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز د شنبې ورځ د سلواغي ۲۷مه نیټه په داسي حال کې چې د کابل ښاروالۍ د ترانسپورت معین پوهنیار شیخ احمد متین، د پلان جوړونې او ښاري ودي معینې سحر همدرد هم ګډون درلود د افغانستان لپاره د جاپان هیواد د نړیوالو مرستو (جایکا) دفتر له رییس ښاغلي تاکیشي وتنابی سره ولیدل. په دي لیدنه کې لومړي د جاپان هیواد د جایکا دفتر رییس د کابل لپاره نوي ټاکل شوي ښاروال ته د مبارکي ویلو ترڅنګ، کابل ښاروالۍ سره د یاد دفتر د مرستو په اړه چې د سړکونو د مدیریت ظرفیت جوړولو، د ځمکو د بیا تنظیم او بیاځلي ښارې ودي، د زیربناو رغول او د کثافاتو مدیریت په اړه دي رڼا واچوله او خوښې څرګنده کړه چې د یاد پروژو د پلي کولو په برخه کې کابل ښاروالۍ ورسره هر اړخیزه مرسته کړي. ورپسي د کابل ښاروالۍ معینانو د کابل ښاروالۍ د برنامو په اړه چې د سړکونو رغول، ترافیکي نظم او ښاري ترانسپورت، د ځمکو د بیا تنظیم او بیا ځلي ښاري ودي په اړه دي خبرې وکړي، او د جاپان هیواد د جایکا دفتر له مرستو یې مننه وکړه. په همدې حال کې کابل ښاروال د کابل او جاپان هیواد د اوږدې اړیکې یادولو ترڅنګ وویل چې زه له مخکې د جاپان هیواد د جایکا دفتر په ګټورو مرستو خبریم چې د کابل ښاروالۍ سره یې کړي او د یادو مرستو څخه یې مننه وکړه، کابل ښاروال همدارنګه له یادې ادارې څخه په لاندې برخو کې لکه د zoning، ترافیک، Form Base code، د کثافاتو پروسس په برخه کی د مرستو غوښتونکې شو، چې په مقابل کې د افغانستان لپاره د جاپان هیواد د نړیوالو مرستو دفتر ریس ژمنه وکړه چې د یاد دفتر مرستې به د دي ادارې په چارچوب کې له افغانستان سره دوام ومومي.