الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له دهمزنګ څخه تر کوټې سنګي پورې سړک کې د موټرو د تلو راتلو لیکې وټاکل شوې

 15955.jpg (1820 × 1024)

له دهمزنګ څخه تر کوټې سنګي (میرویس میدان) پورې ښي اړخ ته د عمومي سړک د وروستۍ طبقه قیر چارو تر بشپړېدو وروسته، د موټرو د تلو راتلو لیکې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجینر عامر "زمرک یاسر" په شتون کې  وټاکل شوې. د اړوندو مسئولینو په وینا، د دې سړک د فرعي لیکې قیر چارې به هم ډېر ژر ترسره او د ترافیکو پر مخ به پرانیستل شي. د دغې لیکې په پرانیستلو سره به ترافیکي ستونزې هوارې او ښاریانو ته به ګڼې آسانتیاوې هم رامنځته شي.  له دهمزنګ څخه تر کوټې سنګي (میرویس میدان) پورې د سړک جوړولو او پراختیا  په پروژه کې چې، (۳۲۲۶) متره اوږدوالی او (۳۰ ) متره سور لري، د یوې اصلي او یوې فرعي لیکو سربېره،د سړک غاړې لښتیو، ګلدانونو او پلیو لارو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزیات هم شامل دي چې، تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به په بشپړه توګه جوړ او په رسمي ډول به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي