الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوټل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روان دي

 15959.jpg (1820 × 1024)

د  خیرخانې کوټل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ او د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره پرمخ روانې دي او هڅه کیږي ترڅو دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د خیر خانې کوټل سړک دویمه برخه د کوټل له پورتنۍ برخې څخه تر بوستان سړک پورې د(۲۵۲۰) مترو په اوږدوالي او (۶۰) مترو په سور سره په دوو لیکو کې ډیزاین شوی دی. په دې وروستیو کې، د دې سړک د یوې لیکې قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده. په ورته وخت کې د سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې روانې دي څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. د خیرخانې کوتل سړک چې، یوه مهمه ترانزیتي لاره بلل کېږي د پلیو لارو، لښتیو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی