د کابل - لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو په موخه، د هوارولو، د یوه لوی کانال او لښتیو د جوړولو، د جدولونو د نصبولو او د پاتې نورو برخو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. تر دې وړاندې د (۳۷۰۰) مترو په اوږدوالي دیوې فرعي لیکې او د (۲،۵) مترو په اوږدوالي دیوې اصلي لیکې قیر چارې ترسره شوې او پاتې برخې به یې هم ډیر ژر قیر کولو ته چمتو شي. د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو په پروژه کې چې له نجات څلي څخه تر چرخ آب پورې (۷) کیلو متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د یوه معیاري سړک د ټولو جزیاتو جوړول هم شامل دي. یاد سړک د کابل په سویلي زون کې یو له مهمو اقتصادي دهلیزونو څخه ګڼل کیږي چې، د ترانسپورتي آسانتیاوو په رامنځته کولو او په اقتصادي وده کې مهم رول لوبوي. د همدې اهمیت په درک کولو سره، کابل ښاروالۍ هوډ لري چې دغه پروژه په لنډ وخت کې بشپړه او د ترافیکو پرمخ یې پرانیزي