د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ښاري پاکوالي کې ونډه اخیستل د کابل ښاریانو لرغونې دود دی

5 حوت 1397

 

په کابل ښار کې د ورستیو واورو اورښتونو له امله د لومړي ناحیې ریاست د ښاریانو او ښاروالۍ ترمنځ د ګډ کاري فرهنګ د ودي پخاطر د ګذر شوراګانو، د ناحیې د ځوانانو او ښځو په ګډون د پنجشنبې په ورځ چې د کب میاشتې له ۲مې نیټې سره سمون خوري په یاده ناحیه کې د سړکونو او پلو لارو څخه د واورې پاکولو حشر په لاره واچوه. د لومړي ناحیې رییس محمدآجان رسولي په داسي حال کې چې د ګذر او محل شوراګانو په سلګونو تنو غړو ګډون درلود داسي وویل: مونږ د ګډ کار د ودي پخاطر چې په دي ناحیه کې لرغوني تاریخ لری دا حشر په لاره اچولي. په همدي حال کې د ګذر وکیلانو د شورا رییس سید حسن پرویزی او د ناحیې د ځوانانو شورا رییس قاری ربانی زاده د یادي ناحیې د اوسیدونکو په استازیتوب وویل: د کابل ښار لومړي ناحیه یوه لرغوني ناحیه ده چې د کابل لپاره اقتصادي او تاریخي ارزښت لری او د دي ناحیې خلګ چمتو دي تر څو ښاروالۍ سره په ګډه کار وکړي او په ګډه د ښار په پاکوالۍ او سمسورتیا کې خپله دنده سرته ورسوي.