د پخواني کابل په زړه کې د سنګ تراشۍ ( شوربازار) سړک د جوړولو چارې په جدیت او چټکۍ سره روانې دي. دا سړک له سپاهي ګمنام چوک ( میوند واټ) څخه ترباغ قاضي سړک پورې د ۲۹۳ مترو په اوږدوالي او د ۲۵ مترو په سور سره د جوړېدو په حال کې دی. په دې پروژه کې د لښتیو، ګلدانونو او پلو لارو جوړول، کرښې اچول او د څراغونو نصبول شامل دي. اړوند مسئولان هڅه کوي چې، دا پروژه هرڅه ژر بشپړه کړي څو ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د کابل دا تاریخي سیمه لا ډېره ښکلې شي
د سنګ تراشۍ سړک د جوړولو چارې د قیر کولو پړاو ته نږدې شوې دي