الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د برچي- امید سبز ښارګوټي د نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې

 15976.jpg (1820 × 1024)

د برچي- امید سبز ښارګوټي د نښلوونکي سړک لومړنۍ چارې پیل شوې د دیارلسمې ناحیې اړوند د برچي د نقاش حمام له سیمې څخه د امید سبز تر ښارګوټي پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د څه باندې (۱۸۲) میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په حضور کې رسماً پیل شوې. د ودانیزو چارو د مرستیال په دې تړاو وویل: دغه سړک چې (۳) کیلو متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د څوارلس میاشتو په موده کې به په اساسي توګه جوړ شي. له دې پروژې څخه موخه، د ترانسپورتي ستونزو هوارل او د ښار اقتصادي ودې ته د زمینې برابرول دي. نوموړي د اړوند سیمو له اوسېدونکو وغوښتل چې، د دې پروژې د پلي کېدو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتيو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. له دې پروژې څخه به په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره شي ترڅو یې کیفیت تضمین او په ټاکلي وخت بشپړه شي. د یادونې وړ ده چې، د دې سړک په اوږدو کې (۳۸۶) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، کابل ښاروالۍ یې مالکانو ته د بدیلو حقونو د ورکولو په برخه کې ژمنتیا لري