د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د نښلوونکي سړک د یوې فرعي لیکې قیر چارې پیل شوې. دغه سړک چې (۲۷۹۴) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې ډیزاین شوی دی او د ډېری برخې قیر چارې یې ترسره شوې دي. د دې سړک په دوه اصلي لیکو باندې درې طبقې او په دوه فرعي لیکو دوه طبقې قیر اچول کېږي. د اوبو لېږدولو کانال، پلچکونو، لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول د دې پروژې نور جزئیات دي. د دې سړک د کار د کیفیت د تضمین په موخه، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي