د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د آغا خان بنسټ فرهنګي مسول سره ولیدل

7 حوت 1397

د افغانستان اسلامي جمهوریت او آغاخان بنسټ ترمنځ د مرستو هوکړه لیک له مخې، چې د کابل ښار تاریخي سیمي رغوي، د روان کال د کب میاشتي په ۵مه نیټه کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز، په داسی حال کی چی د کابل ښاروالی د ترانسپورت معین پوهنیار شیخ احمد متین هم حضور درلود، د آغاخان بنسټ فرهنګي رییس ښاغلي اجمل میوندي سره د کابل ښاروالۍ د پرمختیایي پروژو پلي کولو او د دي ښار د تاریخي هویت ساتلو په اړه ولیدل. په دي لیدنه کې د لوګر ټانګ سړک جوړولو چې د لاهوري دروازي او بالاحصار له څنګ څخه تیریږي، د ماشین خاني سیمي د ودي او بیارغولو او همدارنګه د چهلستون بڼ د کار بشپړولو په اړه خبري اتري ترسره شوي. په پاي کې کابل ښاروال وویل: مونږ د پروژو او برنامو په پلي کولو کې د دي ښار تاریخي ارزښتونه په پام کې نیسو او د کابل ښار د تاریخي آبداتو په بیارغونه کې د لا ډیرو همغږیو غوښتونکي یو.