ښاریانو ته د ترانسپورتي آسانیتاوو رامنځته کولو په موخه، د نهمې ناحیې اړوند د درېیم مکروریان د مارکېټ سړک د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په حضور کې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم د رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري په وینا؛ دغه سړک چې، (۶۲۱) متره اوږدوالی او (۲۰ )متره سور لري، د تخنیکي معیارونو له مخې به د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو په ګډون د څلورو میاشتو په موده کې په اساسي توګه جوړ او ورسره جوخت به د درېیم مکروریان اوسېدونکو ته ګڼې ټولنیزې او ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شي. ښاغلي ناصري د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل چې، د دې پروژې د پلي کېدو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي