الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د بره کي له سړک څخه تر کلوله پشتې سیمې پورې د سړک جوړولو چارې رسماً پیل شوې

 16010.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ترافیکي او ښاري آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په حضور کې د څلورمې ناحیې اړوند د بره کي له څلورلارې څخه تر کلوله پشتې سیمې پورې د سړک جوړولو چارې رسماً پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په دې اړه وویل: دغه سړک چې، (۶۵۴) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري او د بره کي څلورلارې یو بدیل سړک ګڼل کېږي، د لښتیو، ګلدانونو او پلیو لارو په ګډون به د څلورو میاشتو په موده کې په اساسي توګه جوړ شي.  نوموړي همدا راز زیاته کړه چې، د دې سړک په جوړېدو سره به د بره کي په څلورلارې کې د هوايي پله او ترځمکې لاندې سړک د جوړېدو له امله د ترانسپورت په برخه کې رامنځته شوې ستونزې هوارې او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي. دغه راز د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې له پیل څخه خوښي وښوده او ویې ویل چې، د سړک جوړونې د دې مهمې پروژې د پلي کېدو په برخه کې هر راز مرستې ته چمتو دي.