د ۱۳مې ناحیې د ۳۷ م ګذر اړوند د ولي عصر سیمې اوسېدونکو د خپلو کوڅو په جوړولو او کانکریټ کولو کې فعاله برخه واخیسته چې، د کابل ښاروالۍ له خوا یې هرکلی او ستاینه وشوه. د دیارلسمې ناحیې د رئیس مولوي عبدالصمد عابد په وینا، تر اوسه پورې د دې سیمې شپږ کوڅې په اساسي توګه کانکریټ شوي دي او دوه نورې کوڅې به د اوسېدونکو په شخصي لګښت کانکریټ شي. دغه کوڅې چې هره یوه یې له (۴۰۰) څخه تر (۴۵۰) مترو پورې اوږدوالی او (۶) متره سور لري، د لښتیو جوړول هم پکې شامل دي. ښاغلي عابد د یادې سیمې له اوسېدونکو څخه د دې نېک اقدام له امله ستاینه وکړه او له ټولو ښاریانو یې وغوښتل چې، د خپلو سیمو او ښاري چاپېریال په جوړولو کې برخه واخلي. په ورته وخت کې، د ۳۷ م ګذر اوسیدونکو هم ژمنه وکړه چې، د کوڅو پاتې برخې به په خپل شخصي لګښت جوړې کړي. د یادونې وړ ده چې، د ښار په آبادولو کې د خلکو مرسته، د لویو ښاري پلانونو پلي کولو ته د مسئولینو د هڅونې لامل کیږي، ځکه د پرمختللو ښارونو تجربې ښودلې چې دوامداره ښاري پراختیا د خلکو له ګډون پرته ناشوني ده