د ښاري او چاپېریالي ستونزو د حل په موخه، د درېیمې ناحیې په څلورم ګذر کې د څلورو کوڅو د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا، د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې په ټولیزه توګه د (۶۹۹) مترو په اوږدوالي د دریو کوڅو کانکریټ چارې او په غرنۍ سیمه کې د (۱۳۱) مترو په اوږدوالي او (۴) مترو سور سره د زینو جوړول شامل دي چې، په (۲) میاشتو کې به بشپړه او ورسره جوخت به د سیمې د اوسیدونکو پر وړاندې شته ستونزې حل شي. د یادونې وړ ده چې، د دې پروژې له لارې یو شمیر هېوادوالو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي