د دولسمې ناحیې اړوند له محبس څلور لارې څخه د سلیم کاروان تر سړک پورې د سړک جوړولو پروژه د پام وړ پرمختګ لري او ډیر ژر به قیر کولو ته چمتو شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، (۲۰۰۹) متره اوږدوالی، ( ۲۴، ۳۰ او ۴۰ ) متره سور لري، د لښتیو ، پلیولارو، د بایسکل چلولو لیکو او د ګلدانونو جوړول، د څراغونو او ترافیکي نښو نصبول هم شامل دي. د پروژې د لوړ کیفیت د تضمین او په غوره توګه یې دپلي کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجینران په دوامداره توګه له ټولو کاري پړاوونو څخه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي