الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شيرپور سړک لومړۍ طبقه قیر چارې ترسره شوې

 16029.jpg (1820 × 1024)

 د لسمې ناحیې اړوند د شیر پور سړک لومړۍ طبقه قیرچارې د بنسټیزو برخو تر بشپړېدو وروسته، ترسره شوې او ټاکل شوې ده ډېر ژر یې دویمه طبقه قیر چارې هم ترسره شي. دغه سړک چې، د شیرپور له دویم سړک څخه د شهرنو تر شهید څلورلارې پورې (۶۴۶) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، د ښار د مرکزي برخې د ترافیکي ګڼه ګوڼې په کمښت کې مهم رول لري. د دې سړک د جوړولو او پراختیا چارې د کابل ښار د سړکونو شبکې د اصلاحي پلان له مخې د کابل ښاروالۍ لپاره لومړیتوب لري چې، اوس یې دجوړولو او پراختیا عملي چارې روانې دي.د یادونې وړ ده چې، د یاد سړک قیر چارې په لابراتوار کې د اړتیا وړ توکو تر ازمایښت وروسته د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تر څارنې لاندې ترسره کېږي