الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مشرتابه د بره کي په څلورلارې کې ترځمکې لاندې سړک د جوړولو چارو پر کیفیت او چټکتیا ټینګار وکړ

 16031.jpg (1200 × 675)

د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په بره کي څلورلارې کې ترځمکې لاندې سړک د جوړېدو چارې له نږدې وڅارلې او مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه څو د دې پروژې چارې په چټکتیا، ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې کړي. دغه لویه پروژه دوه برخې لري چې، لومړۍ برخه یې د نادریې لېسې او ترافیک څلورلارو ترمنځ، د (۴۷۰) مترو په اوږدوالي، (۲۰) مترو په سور او (۵.۵) مترو په ژوروالي سره ترځمکې لاندې سړک جوړول دي چې  د جوړولو چارې به یې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د روان کال په بهیر کې بشپړې شي. همدا راز د دې پروژې دویمه برخه له دهن باغ څخه د پروان دو په لوري د (۷۰۰) مترو په اوږدوالي، (۲۰) مترو په سور او د (۵.۵ ) مترو په لوړوالي سره د هوايي پله جوړول دي چې، د جوړولو چارې به یې په راتلونکي کال کې پیل شي. د ودانیزو چارو مرستیال دغه پروژه د ترافیکي ستونزو د حل او د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې مهمه بلله او له اړوند ادارو یې وغوښتل چې، د دې مهمې پروژې په پلي کولو کې مرسته وکړي څو په بریالیتوب سره بشپړه شي