د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د اتمي ناحیې له مخورو او سپین ږیرو سره ولیدل

11 حوت 1397

کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز د روان کال د کب میاشتي په اتمه نیټه ماښام مهال د ښار اتمي ناحیې له مخورو سره ولیدل. په پیل کې د اتمي ناحیې اوسیدونکو له کابل ښاروال څخه د ملاتړ اعلانولو ترڅنګ د ښاري ستونزو لکه د لوګر ټانګ نه تر چهل دختران سیمي پوري د سړک جوړولو چارو کې ځنډ، د کابل حلقوي سړک جوړول، د کثافاتو راټولو په موخه په زونونو کې د کثافاتو راټولو سیستم رغول، د جوماتونو تر څنګ د ښاري کثافت دانیو ایښودل او ځیني نوري سیمه ییزي ستونزې کابل ښاروال سره شریکي کړي. ورپسي کابل ښاروال د کابل ښاروالۍ د برنامو په اړه رڼا واچوله او زیاته یې کړه: په ۱۳۹۸کال کې په بیلابیلو ناحیو کې د هم مهالۍ ودي په پام کې نیولو سره ګڼ شمیر زیربنایي او پرمختیایي پروژی پلي کوي چې په پلي کولو سره به یې ډیري سیمیزي ستونزې حل شي، نوموړي همدارنګه د پروژو په پلي کولو او خصوصا د نیالګیو کینول کمپاین کې د خلګو ونډه اخیستنه اساسي وګڼله او له خلګویې غوښتنه وکړه چې په دي برخه کې کابل ښاروالۍ سره همکار پاتي شئ. په پاي کې کابل ښاروال د سیمیزو ستونزو حل په موخه د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ او ځان یې د کابل خلګو خادم یاد کړ.