الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کارته نو سړک د فرعي لیکو دویمه طبقه قیر چارې د بشپړېدو په حال کې دي

 16033.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې اړوند د کارته نو له درېیم سړک څخه د تپې تر پورتنۍ برخې پورې د کارته نو (سید نورمحمد شاه مېنې) د عمومي سړک د فرعي لیکو دویمه طبقه قیرچارې د بشپړېدو په حال کې دي او ډېر ژر به د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، د دې سړک د ښي لوري فرعي لیکې قیر چارې چې، (۱۱۰۰ ) متره اوږدوالی لري بشپړې شوې دي او د کین لوري   فرعي لیکې چې ( ۱۵۰۰) متره اوږدوالی لري، د قیر چارې روانې دي. دغه فرعي لیکې چې، هره یوه یې (۱۱.۶) متره سور لري، د استنادي دیوالونو، پلچکونو، لښتيو، ګلدانونو او د پلیو لارو جوړول هم پکې شامل دي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا په ورڅېرمه سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي