الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په شپږمه ناحیه کې د کوڅو جوړولو دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

 16036.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې ناحیې په ۱۳، ۱۴ او ۲۵م گذر کې له کانکریټ‌ څخه د کوڅو جوړولو دوه پروژې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجینر میرالرحمن ناصري، د شپږمې ناحیې د رئیس مولوي عبدالخالق بدر او د سیمې د اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. ښاغلي ناصري په دې تړاو وویل: په ۱۳م او ۱۴م گذرونو کې د کوڅو د کانکرېټ کولو پروژه د (۱۱۲۷ ) مترو په اوږدوالي او له (۳) څخه تر(۴.۵) مترو سور او په ۲۵م گذر کې د (۱۳۲۰) مترو په اوږدوالي او له (۳.۵) څخه تر (۴) مترو په سور سره بشپړې شوې. په دغو پروژو کې د لښتیو جوړول هم شامل  دي چې د جوړولو چارې یې د کابل ښاروالۍ له خوا د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، په معیاري توګه د (۴) میاشتو په موده کې په ټولیزه توګه د (۱۳.۴) میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې. نوموړي زیاته کړه چې، په راتلونکې کې به هم ورته نورې پروژې د ښاریانو د ستونزو د حل په موخه طرحه او پلې شي.ورته مهال د شپږمې ناحیې رئیس څرګنده کړه چې، دغه پروژې د یادو سیمو د ښاري وضعیت د ښه والي په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. د نوموړي په وینا؛ اوس یو سالم ښاري چاپېریال رامنځته شوی او ښاریان باید د نویو جوړو شویو کوڅو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي ترڅو یې له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي