الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل – جلال‌آباد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

 16038.jpg (1820 × 1024)

د مکروریانو له څلورلارې څخه تر پکتیاکوټ سیمې پورې د کابل – جلال‌آباد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. یاده پروژه د ۹.۳۹۷ کیلومتره اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور سره ډیزاین شوې چې، اوسمهال  یې د شاوخوا ۳ کیلومتره برخې بنسټیزې چارې بشپړې شوې دي او د قیر کولو لپاره چمتو شوې ده. په دې پروژه کې د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او تمځایونو جوړول، د څراغونو نصبول، کرښې اچول، د ترافیکي نښو نصبول او د یو معیاري سړک نورې برخې په پام کې نیول شوي دي. دا سړک چې، د کابل د ختیځ زون اقتصادي دهلیز شمېرل کېږي له ځانګړي ارزښت څخه برخمن دی. کابل ښاروالۍ پلان لري چې له پکتیاکوټ څخه تر تنګي غارو پورې  د ۱۰.۲۵۰ کیلومترو په اوږدوالي او د  ۶۰ مترو په سور سره د دې سړک دویمه برخه هم جوړه کړي. د دې سړک په جوړېدو سره به نه یوازې ترافیکي ګڼه ګوڼه کموالی ومومي بلکې، هره ورځ په یاده لاره تېرېدونکو زرګونه هېوادوالو ته به ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي