الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له علاءالدین درې‌لارې څخه تر تخنیکم پورې د سړک او دوو اساسي پلونو د جوړولو چارې روانې دي

 16044.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري له علاءالدین درې‌لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې د نښلوونکي سړک او د یاد سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ د دوو پلونو د جوړولو چارې روانې دي. یاد سړک چې ۱۷۶۷ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د فني او تخنیکي معیارونو په نظر کې نیولو سره ډیزاین شوی او ټاکل شوې ده د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تر څارنې لاندې یې چارې د روان کال په بهیر کې بشپړې شي. همدا راز ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د یاد سړک په اوږدو کې د ۲۷.۸۵ مترو په اوږدوالی او ۹.۲ مترو په سور سره د د دوو اساسي پلونو د جوړولو چارې هم روانې دي او ټاکل شوې ده د دې پلونو چارې هم د روان کال په بهیر کې په اساسي توګه بشپړې شوې