الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له ستانکزي څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې د نوي نښلوونکي سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

 16058.jpg (1820 × 1024)

ترانسپورتي زیربناوو ته د لاس رسي او د سیمو د اقتصادي ودې په موخه د ستانکزي له څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې د نوي نښلوونکي سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې ده په نږدې ورځو کې قیر چارو ته چمتو شي. دا سړک ۲۵۶۱ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور لري چې، د پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو ځانګړو لیکو، پلچکونو، څراغونو، کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره توګه له دې پروژې څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي څو چارې یې په ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې شي. ورته مهال له ستانکزي څلورلارې څخه تر بیني حصار پورې هم د سړک جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده دا پروژې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي