د یو ویشتمې ناحیې اړوند د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو- لته بند سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي چې، هرڅه ژر قیر کولو ته چمتو شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، (۳۳۰۰) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، په اوږدو کې یې د یوه کانال، څلورو پلچکونو او د (۷۰۰۰) متر مکعب استنادي دیوال جوړول هم شامل دي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به په یاده ناحیه کې اقتصادي او ترانسپورتي فعالیتونو ته زمینه برابره شي. کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې د ښاري ترانسپورت او له سویل څخه د ختیځ په لور د ترافیکي بهیر د ویش په برخه کې د دې سړک د اهمیت په پام کې نیولو سره به په نږدې راتلونکې کې د یاد سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې هم پیل کړي