الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د جوی‌شیر سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

 16068.jpg (1820 × 1024)

د دویمې ناحیې اړوند د کابل ولایت د اداري ودانۍ له مخې څخه د ماشین‌خانې تر  سیمې پورې د جوی‌ شیر نوي نښلونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي . دغه سړک چې، (۷۸۳) متره اوږدوالی او (۳۲) متره سور لري، ټاکل شوې ده په روان کال کې یې د جوړولو چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. ورته مهال له جوی‌شیر څخه تر پل آرتل پورې د (۸۲۰) مترو په اوږدوالي او (۴۵) مترو په سور سره د سړک جوړولو چارې هم په دوامداره توګه روانې دي. د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د صدارت او ملک‌اصغر څلورلارو، قوای مرکز، ده افغانانو، زیر زمینۍ سړک او نورو ورڅېرمه سیمو ترافيکي ستونزې هوارې او د ښار د مرکزي سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي. د یادونې وړ ده چې، له فرهنګ څلورلارې څخه تر شاه دو شمشیره درې‌لارې پورې د آسمایي سړک د جوړولو او پراختیا پروژه په تدارکاتي  پړاونو کې ده او ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي