د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د پغمان پخواني سړک د دوه کیلو متره برخې لومړۍ طبقه قیرچارې روانې دي. له دې مخکې د ۴ کیلو مترو په اوږدوالي د دې سړک لومړۍ او دویمه طبقه قیرچارې بشپړې شوې دي. د پغمان پخواني سړک د جوړولو او پراختیا پروژه له قرغې بند څخه تر تاق ظفر پورې (۹۱۵۳) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري. ورته مهال د یاد سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې هم روانې دي او هڅه کېږي چې د غه پروژه د روان کال په بهیر کې بشپړه او ورسره جوخت به د څوارلسمې ناحیې د اوسیدونکو او د پغمان تفریحي سیمې ته د تلونکو هیوادوالو لپاره ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي