د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیو اړوند له دیوان بیګي څخه تر مهاب قلعه پورې د موټرو د تګ راتګ یوه اساسي پله په ګډون د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي او تر اوسه پورې (۶۰) سلنه پرمخ تللې دي. دغه سړک چې، (۱۷۳۳) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، په اوږدو کې یې د (۲۱،۵) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور سره د موټرو د تګ راتګ د یوه اساسي پله د جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست خوا روانې دي. یاد سړک د کمپنۍ او برچي سیمو د ترافیکي بهیر د ویش په برخه کې مهم رول لوبوي چې، په جوړېدو سره به یې ترانسپورتي ستونزې هوارې او د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي. پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د څراغونو نصبول هم شامل دي