د کابل ښاروالۍ له خوا د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څوارلسمې ناحیې د ۱۹م ګذر اړوند په پاراشاه سیمه کې د یوې کوڅې کانکرېټ چارې روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې اونۍ پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه کوڅه چې (۴۷۵) متره اوږدوالی او (۳) متره سور لري، د لښتیو په ګډون یې تر اوسه د جوړولو چارې (۸۰) سلنه مخته تللې دي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې هوارې شي. د یادونې وړ ده چې، د دې پروژې له لارې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته کاري بوختیاوې هم رامنځته شوې دي