د کابل ښاروالۍ له خوا د سردار محمد داود خان روغتون مخې ته د سړک او د وزیرمحمد اکبرخان له مېنې څخه تر اجمیر کانال پورې د یوه نوي کانال د جوړولو چارې په معیاري توګه روانې دي. په دې پروژه کې د (۳۹۱ )مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سړک او د (۲۷۰۰) مترو په اوږدوالي او له ( ۹۰ سانتي متره څخه تر ۱،۴ متره پورې) په سور د اوبو د یوه کانال جوړول شامل دي چې، د اوبو د بندیدو ستونزې به په بنسټیزه توګه حل کړي. دغه راز په دې پروژه کې دپلیولارو، ګلدانونو او نښلوونکو لښتیو جوړول هم شامل دي چې د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران یې په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي. د یادونې وړ ده چې د باراني موسمونو پر مهال په دې سیمه کې د معیاري کانال د نشتوالي له امله ښاریان له ګڼو ستونزو سره مخ ؤ او اوس، د دې پروژې پلي کول د یادې ستونزې د له منځه وړلو په موخه، یوه بنسټیزه حل لاره ګڼل کیږي