د دیارلسمې ناحیې اړوند د برچي - امیدسبز ښارګوټي ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو په موخه، د نقاش د حمام له مخې څخه د امید سبز تر ښارګوټي پورې د خنډونو پاکولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا او دسیمې د اوسېدونکو په مرسته روانې دي. د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد "عابد" په دې برخه کې د خلکو له مرستې ستاینه وکړه او ویې ویل چې، د دې سړک په اوږدو کې (۳۸۶) ملکیتونه استملاک شوي دي چې، کابل ښاروالۍ به یې مالکانو ته بدیل حقوق ورکړي. دغه سړک د طرحه شوي ډیزاین له مخې (۳) کیلومتره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري چې، د (۱۴) میاشتو په اوږدو کې به په معیاري او اساسي ډول جوړ شي. د دې پروژې د پلي کولو موخه، د ترانسپورتي ستونزو حل او په ور څېرمه سیمو کې د اقتصادي ودې لپاره د غوره فرصتونو چمتو کول دي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې د لښتيو، پلیو لارو، ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات شامل دي. همدا راز د دې پروژې له بېلابېلو پړاونو څخه به د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي تر څو په ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړه شي