الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یوویشتمې ناحیې په ۲۲م ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي

16092.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ لخوا د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د یوویشتمې ناحیې د ۲۲م ګذر اړوند د څرخي پله په سیمه (احمدزيو کلي) کې د فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست په وینا، د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، (۷۲۰) متره اوږدوالی او (۵.۵) متره سور لري، د (۲۸۶) مترو په اوږدوالي د سړک غاړې لښتی، د (۱۲) متره په اوږدوالي او (۳.۵) مترو په سور دیوه پلچک جوړول هم شامل دي چې، تر اوسه پورې (۴۰) سلنه پر مخ تللې او ټاکل شوې ده چې په راتلونکې یوه نیمه میاشت کې په معیاري او اساسي توګه بشپړه شي. پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې یو شمیر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده